ډېر لوستل شوي

شيخ نورالحق انور: افغان حکومت د مقابل ځواب توان لري

د چارو ادارې لوی رييس شیخ‌ نورالحق انور وايي، د اسلامي امارت له راتګ سره پانګه‌والو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې او هڅه کېږي هېواد په بېلابېلو برخو کې ځان‌بساینې ته ورسېږي.

د اميد راډيو خبريال د «امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې په مراسمو کې د ښاغلي انور په حواله، له پانګه‌والو غوښتي چې د وارداتو ترڅنګ صادراتو ته هم زیاته پام‌لرنه وکړي.

نورالحق انور وايي، بهرنیو پانګه‌والو ته د امنیت ترڅنګ د پانګونې لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې شوې او افغانستان د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري.

د چارو ادارې لوی رييس زیاته کړې، حکومت هڅه کوي د بې‌روزګاره کسانو لپاره کاري فرصتونه زیات او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي هغه تورونه هم رد کړي چې پر اسلامي امارت په ناحقه لګېږي او په وينا يې چې د اسلامي امارت له لوري د ښځو په ګډون د خلکو لپاره په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

شيخ نورالحق انور د ګاونډیو هېوادونو وروستیو بریدونو ته په اشارې ويلي، اسلامي امارت نه غواړي چاته زیان ورسوي، خو که پر افغانستان برید وشي، د مقابل لوري ځواب ورکولو توان لري.

اړوند خبرونه