ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره کتلي 

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ اتمې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي «یو شیاویونګ» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او چین د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز وضعیت او د ګډو همکاریو لا پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي د مسکو فارمټ په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د چین له رغنده او متوازن دریځ مننه کړې او په وینا یې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو لا پیاوړتیا لپاره زمینه مساعده ده.

بلخوا د چین ځانګړي استازي د سیمه‌ییز ثبات، متقابلې همکارۍ او د افغانستان اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د ګډو هڅو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه