ټولګټو چارو وزارت وایي چې د سالنګ لویه لاره د هر ډول ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکسپاڼه ددغې لویې لارې د تړلو خبر ورکړی دی.
ښاغلي حقشناس زیاته کړه چې د سالنګ لویه لاره یې د سختو واورو، توپانونو او د لید سیمې د محدودیت په وجه تړلې ده.
محمداشرف حق شناس وایي چې په سالنګونو کې ولاړ موټر ددې لویې لارې د مسوولینو له لوري خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند له هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لویه لار له تګ راتګ ډډه وکړي.