د کرنې او مالدارۍ ریاست لخوا د نږدې ٣میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید او روزنې دوه فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وویل؛ د کبانو د تولید او روزنې دغه دولتي فارمونه په دوه جرېبو ځمکه کې، د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودجې جوړ شوي دي.
د ښاغلي هاشمي خبره، ددغو فارمونو څخه به هر کال شپږ سوه زره افغانۍ ددولت بودجې ته ټولیږي.
په ورته وخت کې د ولایت مقام دفتر رییس مولوي میرویس وحیدالله د دغه فارمونو جوړول د لوګر اوسېدونکو لپاره د کبانو د تازه او باکیفیته غوښې د وړاندې کولو لپاره اړین ګام وباله او ترڅنګ یې د کرنې ریاست له مسوولینو وغوښتل چې د کبانو د فارمونو ترویج ته لا وده ورکړي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې دا فارمونه اوسمهال د ۶ زرو کبانو د ساتلو او روزنې ظرفیت لري او هر کال ۴ ټنه غوښه بازار ته عرضه کولی شي.
د یادونې وړ ده چې لوګر کې د دغو دوو دولتي فارمونو وراخوا، شاوخوا د کبانو د روزنې لس شخصي فارمونه هم فعال دي.