د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان پر کړکېچنو اړیکو او د افغانستان او نورو هېوادونو په اړه د پاکستاني حکومت پر تګلارې نیوکه کړې ده.
هغه د پاکستان په پارلمان کې د دغه هېواد حکومت ته په خطاب کې ویلي: “تاسو له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په شخړو کې ښکېل یاست. له هند، افغانستان، ایران او نورو هېوادونو سره ستونزې لرئ؛ دا ټول اختلافات د څه لپاره دي؟”
اڅکزي د افغانستان په اړه د روسیې دریځ ته په اشارې ویلي، چې د روسیې لوړپوړو چارواکو د افغانستان حکومت مشروع او ملي حکومت بللی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر همدارنګه د پوځي مشرانو په لاس کې د واک پر راټولېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د ترهګرو او نړیوالو مافیايي ډلو پر مرکز بدل شوی دی.

