د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دوه برابره شوې ده.
کابلوف په مسکو کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو ګډو المنافع ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډه غونډه کې ویلي چې د افغانستان او روسیې اړیکې د پراختیا په لور روانې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ رغنده همکارۍ د پراختیا په حال کې دي.
نوموړي د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې روسیه به له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګرۍ د اوسني بهیر د دوام لپاره هڅې وکړي.
د روسیې د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ارزښت شاوخوا ۳۲۶ میلیون ډالرو ته رسېدلی و.
د سوداګرۍ د کچې دوه برابره کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا ښکارندویي کوي، خو د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د سوداګرۍ کره ارزښت په ورکړل شویو معلوماتو کې نه دی مشخص شوی.

