د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نوې مشره رباب فاطمه کابل ته را رسېدلې او خپله دنده یې پیل کړې ده.
يوناما وايي، رباب فاطمه په ملي او نړیوالو عامه خدمتونو کې تر ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري او تر دې مخکې یې په ملګرو ملتونو کې د لږ پرمختللو هېوادونو، وچې پورې تړلو مخ پر ودې هېوادونو او کوچنیو ټاپوګانو د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د سرمنشي د مرستیالې او لوړپوړې استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړې همداراز، په ملګرو ملتونو کې د بنګلهدېش د دایمي استازې او په جاپان کې د دغه هېواد د سفیرې په ګډون، په بېلابېلو ډیپلوماټيکو او نړیوالو بستونو کار کړی دی.
رباب فاطمه په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې کمېسیون د مشرې په توګه هم ټاکل شوې وه.
هغې په نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د ماسټرۍ او په ټولنیزو علومو کې د لیسانس سندونه ترلاسه کړي دي.

