د احصایې او معلوماتي عمومي اداره وایي چې د روان کال وږي میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰٫۱ سلنه ټیټې شوې دي.
یادې ادارې لیکلي چې دا ټیټوالی ۰٫۲ سلنه د غلو او دانو، ۳٫۵ سلنه د بېلابېلو میوو او ۰٫۹ سلنه د مسألو په بیو کې دی.
د خبرپاڼې له مخې چې همداراز د غیرخوراکي توکو په بیو کې هم ۰٫۶ سلنه ټیټوالی ښکاري چې ۱٫۰ سلنه د البسې شاخص، ۱٫۴ سلنه د کور توکو او ۲٫۸ سلنه یې د درملنۍ شاخص په بیو کې ټیټوالی راغلی دی.
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې دا هم ویلي، د روان کال په وږي میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۰٫۴ سلنه ټیټوالی ښيي چې د پړسوپ دا ټیټوالی تر ډېره د خوراکي توکو (غلې او دانې، بېلابېلې میوې او مسأله) او غیرخوراکي توکو (د البسې، د کور توکو او درملنۍ شاخص) د بیو د ټیټوالي له امله دی.

