د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره يوه ورځ کې د تورخم، سپينبولدک، د ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۱۵۹ افغان کډوالې کورنۍ چې ۶۶۴ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، ۲۳ کډوالې کورنۍ چې ۹۹ تنه کېږې خپلو اړوندو ولايتونو ته لېږدول شوې او له ۴۹ کورنيو سره نغدي مرستې هم شوې دي.
همدراز، د ياد کمېسيون له لوري راستنو شويو کډوالو ته خوراکي، روغتيايي او ۶۵ سيمکارټونه هم وېشل شوي دي.

