ډېر لوستل شوي

“د رواني روغتیا خدمتونه به پراخ او باکیفیته شي”

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي په غونډه کې ویلي چې دغه وزارت ژمن دی، څو د رواني روغتیا خدمتونه پراخ، باکیفیته او ټولو خلکو ته د لاس‌رسي وړ کړي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې چې په هېواد کې د رواني روغتیا د تأمین لپاره هڅې چټکې شوې او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال په وینا، د رواني روغتیا روغتیايي خدمتونه پراخ شوي او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دې برخې اړوند روغتیايي مرکزونه هم جوړ شوي دي.

اړوند خبرونه