د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي په جاکارتا کې د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره لیدلي او د دوهاړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د دې خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، حبیبالله عمر په دې لیدنه کې د اندونیزیا له سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې د افغانستان د کانونو، کرنې، برېښنا او انرژۍ، صنعت او نورو تولیدي سکټورونو کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او د عملي پروژو پلي کولو لپاره خپل فعالیتونه پراخ کړي.
نوموړي همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو نندارتونونو، د پانګوالو د تګــراتګ د اسانتیا، د ویزو د بهیر د چټکتیا او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د ګډې کاري کمېټې د جوړولو وړاندیزونه کړي دي.
د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د بهرنیو چارو وزارت استازو د افغانستان د پلاوي له وړاندیزونو هرکلی کړی او د سوداګرۍ، پانګونې، د سوداګریزو پلاوو د تګــراتګ او ګډو اقتصادي پروګرامونو په برخو کې یې د همکارۍ لېوالتیا څرګنده کړې ده.

