د بادغیس مسوولین وایي، د یاد ولایت په «سبزک بند» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولایت مقام امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله شوې او په مړو شویو کې دوې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان د هرات ولایت اوسېدونکي وو او سبزک بند ته د تفریح په موخه ورغلي وو.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.

