ډېر لوستل شوي

د حیرتان – مزارشریف مسیر د ۱۶۹۴ متره وسپنیزې لارې رغنیزې چارې بشپړې شوې

ټولګټو وزارت وایي چې د حیرتان – مزارشریف مسیر د «نایب‌آباد» تمځای اړوند د ۱۶۹۴ متره وسپنیزې لارې رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې دا تړون د افغانستان او اوزبیکستان وسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ د ۱۶۹٫۸ میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی و.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې تړون کې د نویو وسپنیزو لارو، د سوداګریزو توکو د ساتنې هنګرونو، د توکو د بارولو او تخلیې پلېټفارمونو او نورو اړینو تاسیساتو جوړول شامل وو. 

ښاغلي حق‌شناس لیکلي چې د یاد تړون په چوکاټ کې د ۱۶۹۴ متره وسپنیزې لارې د اصلي او فرعي کرښو رغنیزې چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو د جوړولو کارونه جریان لري. 

د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د دې پروژې بشپړېدل به د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا، د توکو لېږد اسانتیا او وسپنیزې لارې د ظرفیت په لوړولو کې مثبت رول ولوبوي.

اړوند خبرونه