د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې له اندخوی څخه تر میمنې پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي نوي کولو پروژې چارې څه باندې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
برېښنا شرکت لیکلي چې په دې پروژه کې په لوړه مقطع د مزو نوي کولو سربېره، انسلیټرونه او د پایو زاړه او زیانمن ګڼ تجهیزات هم نوي کېږي.
د خبرپاڼې له مخې چې د افغانستان برېښنا شرکت په ټول هېواد کې د برېښنا شبکې ظرفیت پر لوړولو چټک کار کوي، څو پېرودونکو ته ډاډمنه برېښنا وړاندې او وړاندې کېدونکو خدماتو کې تر هر بل وخت په لوړه کچه مثبت بدلون راشي.

