ډېر لوستل شوي

کاپیسا کې د پنځه کیلومتره سړک رغول پیل شوي 

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په کاپیسا ولایت کې له «صیاد پل» څخه تر «ګلدان چوک» پورې د پنځه کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي. 

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې پروژه ۲۷ میلیون ۲۵۰ زره افغانۍ لګښت راځي او چارې یې له یو خصوصي سکټور سره لاسلیک شوې دي.  

د خبرپاڼې له مخې، په یاده پروژه کې د سړک د فرش اساسي بیارغونه، د استنادي دېوالونو او پلګوټو ترمیم او جوړل شامل دي، چې د پنځو میاشتو په موده کې به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي. 

سرچینې لیکلي چې ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو لارو او سړکونو رغنیزې چارې پیل کړې چې د هېوادوالو په هوسا تګ راتګ او سوداګریزو توکو د لېږد لپاره یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

اړوند خبرونه