د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په دې ولایت کې یې ۵۰ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېري درمل له منځه وړي دي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو دفتر مسوول ډاکتر عبدالمنان نادري ویلي، عامې روغتیا ریاست دغه ۵۰ ټنه تاریخ تېري درمل د کندهار ښار له بېلا بېلو شرکتونو او درملتونونو څخه راټول او سوځولي دي. د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم یاد ریاست یوه اندازه تاریخ تېري او بې کیفیته درمل له بېلابېلو درملتونونو راټول کړي وو.