ډېر لوستل شوي

افغانستان سره تر سوداګرۍ بندېدو وروسته؛ د پاکستان د درملو صادرات ۳۱۹ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي

د پاکستاني د درملو صادرات په ۲۰۲۶ مالي کال کې له ۴۵۷ میلیون ډالرو څخه ۳۱۹ میلیون ډالرو ته راکم شوي چې د پام وړ کموالی ښيي.

پاکستانۍ ورځپاڼې «بزنس ریکارډر» راپور ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ ګډوډي د درملو د صادراتو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه ده، ځکه افغانستان پخوا د پاکستان د درملو له مهمو بازارونو څخه ګڼل کېده.

د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې د شمېرو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۵ مالي کال کې افغانستان ته د شاوخوا ۱۵۵.۶ میلیون ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي وو چې د پاکستان د درملو د ټول صادراتو نږدې ۳۴ سلنه جوړوي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د پاکستان د درملو صادرات په یوه کال کې شاوخوا ۱۳۸ میلیون ډالره، یعنې نږدې ۳۰ سلنه کم شوي دي.

اړوند خبرونه