ډېر لوستل شوي

درېیو دولتي بستونو کې نوې ګومارنې شوې دي

د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس په کندهار، لوګر او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په رهبرۍ کې درې نوې ګومارنې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، د بولدک ولسوالۍ مخکنی ولسوال مولوي عبدالکریم جهادیار د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رييس په توګه ټاکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د یادې ادارې مخکنی عمومي رييس ملا محمد یوسف مستري د لوګر ولایت د مرستیال او د لوګر ولایت مخکنی مرستیال مولوي انعام‌الله د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ګومارل شوي دي.

اړوند خبرونه