د افغان ګاز امارتي شرکت اجراييوي رييس مولوي اخترمحمد منصور د ترکمنستان د نفت او ګازو په نړیوال کنفرانس کې د ګډون پر مهال د هرات د ګازو نللیکې، د ګازو د وېش شبکو او تخنیکي همکاریو په اړه د ترکمن ګاز او ټاپي پروژې له مسوولینو سره خبرې کړې دي.
د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست ویاند مولوي محمد نبي بهار وايي، په دې لیدنو کې له نړیوالو شرکتونو سره د تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ پر کارونې، د تخصصي تجربو پر شریکولو او د افغان ګاز په سکټور کې د پانګونې پر راجلبولو ټینګار شوی دی.
د افغان ګاز شرکت اجراييوي رييس د ګازو د استخراج، لېږد او وېش په برخو کې د پرمختللو تجهیزاتو او معیاري ټکنالوژیو کارول د دغه شرکت له مهمو لومړیتوبونو څخه بللي دي.
د یادو لیدنو موخه له نړیوالو شرکتونو سره د اړیکو پیاوړتیا، د ګډو همکاریو د فرصتونو پېژندل او د افغان ګاز په اړوندو برخو کې د پانګونې راجلبول بلل شوي دي.

