د سپېساېکس شرکت مشر اېلن ماسک وايي، اوکراین د بریدګرو ډرونونو په کارولو کې له سټارلینک مخابراتي شبکې څخه ګټه اخیستې چې د نوموړي په وینا، د دې شبکې د کارونې له شرایطو سره په ټکر کې ده.
ماسک پر اېکسپاڼې لیکلي چې د خلکو د وژلو لپاره د بریدګرو ډرونونو په کنټرول کې د سټارلینک کارول هېڅکله اجازه نه لري او باید اجازه هم ورنه کړل شي.
نوموړي په ورته وخت کې سټارلینک د اوکراین د دفاع لپاره حیاتي بللې او خبرداری یې ورکړی چې د دې مخابراتي شبکې بندېدل ښايي د اوکراین لومړۍ کرښه له سملاسي سقوط سره مخ کړي.
ماسک ویلي چې سټارلینک تر اوسه د هغو مخابراتي سیستمونو له ډلې دی چې د ګډوډولو یا له منځه وړلو پر وړاندې مقاومت لري او د دې شبکې د اهمیت په اړه یې څرګندونې «ګواښ نه، بلکې د واقعیت بیان» بللی دی.

