د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال، مفتي عبدالمتین سعید د روسیې JSC EM SURVEYS شرکت له استازو سره په کتنه کې د افغانستان کاني زېرمو د سروې او اکتشاف په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې ښاغلي سعید افغانستان د کاني زېرمو له پلوه بډایه هېواد بللی او په وینا یې چې د دې زېرمو د دقیقې سروې او اکتشاف له لارې د هېواد اقتصادي ودې لپاره زمینه برابرېدای شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د سروې او اکتشاف چارې باید د مسلکي معیارونو، کره جیولوجیکي معلوماتو او نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت لیکلي چې دواړو لوریو همداراز د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د افغانستان د کاني زېرمو د سروې او اکتشاف په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

