ډېر لوستل شوي

د یونسکو نړیواله جایزه فلسطیني خبریالانو ته ورکړل شوه

د يونسکو سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله جایزه هغو فلسطيني خبريالانو ته ډالۍ کړه چې د غزې د جګړو خونړۍ برخې یې پوښښ کړي دي.
د يونسکو د داورانو پلاوي رئيس د دغو خبريالانو د فعاليت ستاينه کړې او په وینا چې د فلسطین خبریالانو په سختو او خونړیو شرایطو کې د غزې جګړو ته پوښښ ورکړی دی.
یونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ جایزه داسې مهال فلسطیني خبریالانو ته ډالۍ کوي چې د صهیونستانو په بریدونو کې د بې ګناه وګړو ترڅنګ خبریالان، بې پولې ډاکټران او د بشري مرستو رسونکي تر نورو ډېر په نښه شوي.
صهیونستانو په عمدي بریدونو کې تر دې دمه لسګونه خبریالان وژلي دي

اړوند خبرونه