هندي امنیتي ځواکونو د هند د ګجرات ایالت او د پاکستان د سند ایالت ترمنځ په سر کریک سمندري سیمه کې څلور پاکستاني کب نیوونکي نیولي او د هغوی کښتۍ یې هم ضبط کړې ده.
د فشر فوک فورم مرستیال نور محمد تیمور ویلي، دغه کب نیوونکي هغه مهال ونیول شول چې د کبانو نیولو لپاره سمندر ته تللي وو. پر هغوی تور دی چې د سمندري پولو سرغړونه یې کړې ده.
د نور محمد تیمور په خبره، نیول شوي کسان عبدالقادر تیمور، محمد موسی، اصغر تیمور او احسان نومېږي او د پاکستان د سند ایالت د سجاول ولسوالۍ د «چاچه جهان خان» سیمې اوسېدونکي دي.
سر کریک شاوخوا ۹۶ کیلومتره اوږده سمندري نهر ده چې د هند د ګجرات او د پاکستان د سند ایالتونو ترمنځ پرته ده. هند او پاکستان په دې سیمه کې د سمندري پولې د کرښې پر سر اختلاف هم لري.

