د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ د ایران له خلکو غوښتي چې خپل حکومت ته مالیه ورنه کړي او د ژمي په موسم کې د سون توکو او پټرولو له احتمالي کمښت سره د مخامخ کېدو لپاره چمتووالی ونیسي.
باسېنټ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ایران حکومت د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا حکومت او پوځ د ایران د خلکو تر څنګ ولاړ دي.
بسېنټ د راتلونکو اتو اوونیو په ترڅ کې د ایران پر حکومت د اقتصادي فشارونو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.
د توانا د معلوماتو له مخې، د امریکا د خزانې وزیر دا هم تایید کړې چې له شپږو اروپايي بانکونو څخه یې د ایران اړوندو مالي فعالیتونو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
باسېنټ ویلي، د امریکا بندیزونه د ایران د حکومت پر چارواکو متمرکز دي او د واشنګټن ملاتړ د ایران له خلکو سره دی.

