ډېر لوستل شوي

امارات: نږدې درې زرو افغانانو کډوالو ته کورونه جوړوو

د متحده عربي اماراتو د مرستو ادارې له ملګرو ملتونو سره د درې میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې د ۲ زره او ۹۵۰ راستنېدونکو افغانانو لپاره دایمي کورونه جوړ شي.

ياده اداره وايي، دغه کورونه د کابل، هرات او کندوز ولایتونو کې جوړېږي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې به د مقاومت وړ وي.

دا هوکړه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د همکارۍ په چوکاټ کې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۱مه او ۲۲مه په جنیوا کې د بشري مرستو او طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي نړیوال کنفرانس «AidEx 2026» پر مهال اعلان شوې ده.

اړوند خبرونه