ډېر لوستل شوي

د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه عدلیې وزارت ته لېږدول کېږي

د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ، د ماشومانو د اصلاح او روزنې ټول مرکزونه په مرکز او ولایتونو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له تشکیل څخه جلا او دعدلیې وزارت ته لېږدول کېږي.

د ياد وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي وايي، د دغو مرکزونو د لېږد بهیر د عملي کولو لپاره د عدلیې وزارت په مشرۍ د اړوندو ادارو د استازو ګډ پلاوي خپله لومړنۍ غونډه کړې او د لېږد رسمي چارې یې پیل کړې دي.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لېږد بهیر د بشپړولو لپاره تخنیکي کمېټه هم جوړه شوې ده. دغه کمېټه به د یادو مرکزونو تشکیلات، اسناد، بودجه، دفترونه، منقول او غیرمنقول اموال، وسایط، تجهیزات او نور امکانات تثبیت او خپل راپور به ګډ پلاوي ته وړاندې کړي.

د حکم له مخې، د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو اړوند کارکوونکي، تشکیلات، اسناد، بودجه او ټول امکانات به عدلیې وزارت ته ولېږدول شي. ټاکل شوې چې د لېږد بهیر يې په ۳۰ ورځو کې بشپړ او راپور یې د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شي.

د دې بدلون له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د چارو مدیریت به له دې وروسته د عدلیې وزارت پر غاړه وي.

اړوند خبرونه