ډېر لوستل شوي

کوېټ له افغانستان سره ۲.۵ ميليون ډالره بشري مرسته کوي

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې کوېټ د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره د ۲.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د څو کلنې مرستې ژمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ويلي، دا مرسته به د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره وشي، څو په هېواد کې د اړمنو خلکو لپاره بشري فعالیتونه دوام ومومي.

دغه دفتر د کوېټ له دايمي مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې په افغانستان کې د ياد هېواد ملاتړ د بشري مرستو د دوام لپاره ارزښتناک دی.

اړوند خبرونه