ډېر لوستل شوي

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رييس مالیزیا کې د چاپېریالي زده‌کړو په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رييس، مولوي مطیع‌الحق خالص د مالیزیا د سراواک ایالت د چاپېریالي زده‌کړو په نړیوال دوه‌ورځني کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو استازو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو استازو د اقلیمي بدلونونو، د چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او د کثافاتو د مدیریت په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې مولوي مطیع‌الحق خالص د کنفرانس په څنډه کې د سراواک ایالت د لومړي وزیر له مرستیال سره هم کتلي دي.

اړوند خبرونه