د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایتالله بدري د افغانستان د کانونو د لومړي ځانګړي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د هېواد د کانونو په برخه کې پانګونه د اقتصادي پیاوړتیا، د بېوزلۍ کمولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره مهمه ده.
د اميد راډيو خبريال په دې نندارتون کې د ښاغلي بدري له قوله ويلي چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه بډای هېواد دی او د کانونو معیاري استخراج او په دې برخه کې پانګونه کولای شي د هېواد اقتصادي وده پیاوړې کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر زياته کړې چې اوس مهال د هېواد د کانونو د استخراج په برخه کې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان کار کوي او په دې برخه کې له ۳۵۰ څخه ډېر قراردادونه فعال دي.
بدري څرګنده کړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخو کې کورني او بهرني پانګوال راجلب کړي، څو کاني توکي د هېواد دننه پروسس شي او له دې لارې د اقتصادي ودې زمینه پراخه شي.
نوموړي له بهرنیو پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې له شته پانګیزو فرصتونو ګټه واخلي او د هېواد د کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخو کې پانګونه وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د کانونو ځانګړی نندارتون به د افغانستان د طبیعي زېرمو په معرفي کولو او د پانګونې د فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

