د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د افغانستان د کانونو د لومړي ځانګړي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې پراخ ظرفیتونه لري او کولای شي د نړیوالو بازارونو له سیالۍ سره ځان برابر کړي.
د اميد راډيو خبريال په دې نندارتون کې د ښاغلي عزيزي په حواله ويليويلي چې په تېرو وختونو کې د افغانستان طبیعي کاني زېرمې له هېواده بهر لېږدول کېدې او د نورو هېوادونو په نوم نړیوالو بازارونو ته وړاندې کېدې چې له امله یې افغانستان د خپلو طبیعي سرچینو له ارزښت څخه مناسبه ګټه نهشوه اخیستلای.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر زياته کړې چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغو کړنو مخه نیول شوې او اوس د هېواد کانونه په مسلکي او تخصصي ډول استخراجېږي او ورسره د کانونو په برخه کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
عزیزي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې د کانوني سرچینو او نورو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د هغو منرالونو او معدني فلزاتو پراخې زېرمې لري، چې نړیوال بازارونه ورته اړتیا لري؛ له همدې امله، د دغو سرچینو په استخراج، پروسس او پراختیا کې پانګونه کولای شي د نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره او د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړي.

