د اقتصاد وزیر، قاري دینمحمد حنیف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي، تورهان صالح او مل پلاوي سره په کتنه کې د پراختیايي همکاریو د پراختیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې قاري دینمحمد حنیف د هېواد د اقتصادي وضعیت، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د اقتصادي ودې، د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې او د افغانیو د ارزښت د ثبات په اړه معلومات ورکړي دي.
نوموړي د اقتصادي پراختیا پر وړاندې د دوامداره بندیزونو، د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدو او د نړیوالو پراختیايي مرستو د درېدلو په څېر ستونزې یادې کړې او د اقلیمي بدلونونو او د راستنېدونکو کډوالو پراخ بهیر یې هم د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو له مهمو عواملو بللي دي.
د اقتصاد وزیر د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، ښوونځیو، کلینیکونو، سړکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول مهم بللي او ټینګار یې کړی چې د بنسټیزو او تولیدي پروژو پلي کول د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د بېوزلۍ په کمولو او د دوامدارې اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي، تورهان صالح د تېرو پنځو کلونو اقتصادي لاستهراوړنې ستایلې او له افغانستان سره یې د خپلو پراختیايي همکاریو پر دوام ډاډ ورکړی دی.
نوموړي د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، د پراختیايي پروژو د پلي کولو، د اوبو د کوچنیو بندونو جوړولو، د روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو او د کوچنیو کاروبارونو او خصوصي سکټور د ملاتړ په برخو کې د همکارۍ چمتووالی هم څرګند کړی دی.

