ډېر لوستل شوي

د افغانستان د کانونو په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې اسانتیاوې برابرې شوې دي”

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د کانونو د لومړي ځانګړي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې افغانستان د بېلابېلو کانونو او طبیعي زېرمو لرونکی هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د دغو زېرمو د مسلکي استخراج او اکتشاف لپاره د پانګونې زمینه برابره کړي.

د اميد راډيو خبريال په دې نندارتون کې د ښاغلي حنفي په حواله ويلي چې د دې نندارتون موخه د هېواد د طبیعي زېرمو او کانونو معرفي کول، د پانګونې راجلبول، د کانونو د مسلکي استخراج او اکتشاف پراختیا او په دې برخه کې د بې‌روزګاره کسانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړې چې د اسلامي امارت له راتګ سره په هېواد کې ملک‌الطوایفي پای ته رسېدلې، د نشه‌يي توکو د کښت، کاروبار او قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات شوي او زرګونه روږدي کسان راټول او تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

نوموړي همداراز، د شاوخوا اته میلیونه راستنو شویو کډوالو یادونه کړې او ویلي یې دي چې له شته ستونزو سره سره اسلامي امارت هڅه کړې، څو په هېواد کې عام‌المنفعه پروژې پلي او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال په وینا، د کانونو په برخه کې د مالیاتو او کاري جوازونو اړوند اسانتیاوې برابرې شوې دي او بهرنیو پانګوالو او شرکتونو ته هم د ځمکې او نورو کاري چارو په برخه کې د اسانتیاوو زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي حنفي ټینګار کړی چې بهرني پانګوال کولای شي د خپلې کمپنۍ او کارخونې جوړولو لپاره په افغانستان کې ځمکې په اجاره واخلي.

اړوند خبرونه