ډېر لوستل شوي

۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو کې ۱۸۱ منسوبينو مسلکي زده‌کړو بشپړې کړې

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول‌اردو ۱۸۱ منسوبین د مسلکي زده‌کړو له دوه نیم میاشتنۍ دورې وروسته فارغ شوي دي.

د یاد دفتر وايي، دغو منسوبینو د یادې قول‌اردو په ښوونیز مرکز کې د مسلکي زده‌کړو یوولسمه دوره بشپړه کړې ده.

په جوړو شویو مراسمو کې د یادې قول‌اردو مرستیال، مولوي محمد نظامي له فارغانو غوښتي چې د اسلامي نظام، هېواد او خلکو ساتنې ته ژمن واوسي او له خلکو سره د ښه چلند او مسوولیت‌ منلو له لارې خدمت وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، فارغانو هم ژمنه کړې چې د هېواد په ګوټ‌ګوټ کې به په صداقت او مسووليت منلو سره خپلې دندې ترسره کوي.

اړوند خبرونه