د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رییس، مولوي غلام حیدر شهامت د مالیزیا پارلمان له رییس «تان سري جوهري عبدالله» کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو پر پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې دواړو لوریو همداراز د تخنیکي او مسلکي زدهکړو، ظرفیتونو لوړولو، علمي او مسلکي تجربو تبادلې او د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا بحث کړی دی.
د یادولو ده چې دا کتنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوستانه اړیکو لا پیاوړتیا، د متقابل تفاهم زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د راتلونکو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه شوې ده.

