ډېر لوستل شوي

د وسپنې پټلۍ له لارې ۸۲۸ زره ۹۶۸ مټریک ټُن انتقالات شوي 

ټولګټو وزارت وایي چې تېره میزان میاشت د وسپنې پټلۍ له لارې ۸۲۸ زره ۹۶۸ مټریک ټُن توکي وارد او صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶ زره ۴۳۰ ټُن، د آقینې بندر له لارې ۶۱ زره ۹۵۱ ټُن، د تورغنډۍ بندر له لارې ۹۳ زره ۲۴۶ ټُن او د خواف –هرات له لارې ۱۳۷ زره ۳۴۱ ټُن انتقالات شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي چې په تېره مياشت کې ۱۸۵۳ ټُن ګاز لرونکې نوشابه باب، معدني ډبرې او وچه میوه صادر شوي دي.

ټولګټو وزارت همداراز لیکلي، هر څومره چې له وسپنیزې لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

اړوند خبرونه