د پاکستان لپاره د روسیې سفیر آلبرت خوریف وايي، پښتو ژبه کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تفاهم، خبرو اترو او پخلاینې لپاره زمینه برابره کړي.
په پاکستان کې د روسیې سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې خوریف دغه څرګندونې په اسلاماباد کې د «پښتو پرمختللې عملي ګرامر» کتاب د مخکتنې او پېژندنې په مراسمو کې کړې دي.
د روسیې سفیر ټینګار کړی چې دغه نوښت کولای شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.
نوموړي د خپلې څرګندونې د لا روښانتیا لپاره د روسیې او اوکراین د اړیکو مثال هم ورکړی او ویلي یې دي چې لکه څنګه چې روسي ژبه کولای شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د پخلاینې زمینه برابره کړي، پښتو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نږدېوالي او تفاهم لپاره مهم رول لوبولی شي.

