د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي چې د دې ولایت په ارګو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو له ۳۶۰ کیلوګرامو ډېر نشهيي توکي نیولي او په درایم ولسوالۍ کې یې د هیروینو د تولید یوه کارخونه کشف او ویجاړه کړې ده.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، په ارګو ولسوالۍ کې له نیول شویو نشهيي توکو څخه ۳۵۲ کیلوګرامه تریاک، اته کیلوګرامه چرس او ۲۰۰ ګرامه هیروین شامل دي چې د یادې ولسوالۍ د «سنګآب» له سیمې ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو نشهيي توکو د لېږد په تړاو د درایم ولسوالۍ دوه اوسېدونکي هم نیول شوي او تر څارنې لاندې دي.

