ډېر لوستل شوي

پاکستان په ۳۴ ولسوالیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو عملیات پیلوي

د پاکستان حکومت د خیبر پښتونخوا په ۳۴ ولسوالیو کې د افغان کډوالو او نورو هغو بهرنیو وګړو د پېژندلو، نیولو او ایستلو پراخ عملیات پیلوي چې قانوني اسناد نه لري.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې د دغو عملیاتو لپاره ۱۲۰ ډلې ځانګړې شوې چې ۵۰ یې په بازارونو او سوداګریزو مرکزونو او ۷۰ نورې به په استوګنیزو سیمو کې فعالیت کوي.

د پاکستان آبزرور ورځپاڼې لیکلي چې په دغو ډلو کې د پولیسو، فدرالي تحقیقاتو ادارې او د پاکستان د نورو امنیتي بنسټونو ځواکونه شامل دي.

په راپور کې راغلي چې د عملیاتو د همغږۍ او څارنې لپاره په پېښور کې یو ځانګړی مرکز هم جوړ شوی دی.

اړوند خبرونه