سرحدي ځواکونو د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې هغه درې کسان نیولي چې اته بوجۍ ښځینه وېښتان یې پاکستان ته قاچاق کول.
د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو ویاند، مولوي وحیدالله محمدي امید راډیو ته ويلي چې دا کسان د یادې قول اردو دوهمې سرحدي لوا شپږم سرحدي ځواکونو د کشفي راپورونو پر بنسټ په «سرې پنګې سر» سیمه کې نیول شوي دي.
د ښاغلي محمدي په وینا چې دا کسان د اته بوجۍ ښځینه وېښتانو سره یوځای نیول شوي او ژر به اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي. د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځینه وېښتانو د قاچاق په تړاو لسګونه کسان نیول شوي وو.

