ټولګټو وزارت وایي چې د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ۳۲۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې دا پروژه د ۱۶ میلیون ۱۳۷ زره افغانیو په لګښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې او چارې یې د ځایي مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو جوړول، د دېوالونو شاته برخې ډکول او د تخریب شویو برخو اسفالت شامل دي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې دا پروژه به پنځو میاشتو کې بشپړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د سرچینې په وینا چې د دې پروژې پلي کول د سړک د لا ډېر تخریب مخنیوي، د طبیعي عواملو له امله د احتمالي زیانونو مخنیوي او له دې مسیر څخه د هېوادوالو د اسانه او خوندي تګ راتګ په برخه کې مهم رول لري.

