کابل ښاروالي وایي چې د منشي میرغلام له سیمې د کابل – پروان سړک پورې د هزاره بغل سړک د دویمې برخې جوړولو چارې په راتلونکو نهو میاشتو کې بشپړېږي.
دې ادارې دغه ۴ زره ۴۹ متره اوږد او ۳۰ متره سورور سړک د خیرخانې کوتل ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره مهمه بدیله لاره بللې چې پکې د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوالونو، پُلګوټو، څراغونو او پر سړک د کرښو اچول هم ډیزاین شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې بشپړېدل به د ښاري نظم پراختیا، ګڼې ګوڼې کمېدو او د کابل ښار په شمالي برخو کې د اقتصادي فعالیتونو ودې ته هم زمینه برابره کړي.
کابل ښاروالۍ لیکلي چې د هزاره بغل سړک همداراز د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ آسانتیاوو په رامنځته کولو کې هم اغېزناک رول لري.

