لوړو زدهکړو وزارت وایي چې سږ کال په پکتیا پوهنتون کې د نږدې ۸۷ میلیون افغانیو په لګښت د نهو پراختیایي پروژو چارې جریان لري.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د پوهنتون په فزیکي جوړښت، خدماتي اسانتیاوو او تحصیلي چاپېریال کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دغو پروژو کې د یو نوي جومات جوړول او د بل موجود جومات ترمیم او پراخول شامل دي.
لوړو زدهکړو وزارت لیکلي، همدارنګه د محصلینو د لیلیې اړوند موجود جومات ترمیمیږي او د ۴۰ مترو په اندازه پراخېږي چې د دې پروژې ټول لګښت ۱۲ میلیون ۷۹۰ زره افغانۍ دی.
د ویلو ده چې په یادو پروژو کې د محصلینو استوګنیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه د دوو لیلیو د ودانیو جوړولو چارې هم روانې دي، چې د هرې ودانۍ لګښت ۲۰ میلیون افغانۍ دی او د دواړو ودانیو ټولیز لګښت ۴۰ میلیونه افغانۍ کېږي.

