د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ سیمه کې د والي د واکمنۍ پر مهال، د ملاکنډ کمېشنر اقبال حسین سیمهییزو چارواکو ته لارښوونه کړې چې له دې وروسته دې د دودیزو جرګو سپارښتنې نه مني او ټولې پرېکړې دې د مرستیال کمېشنرانو له لوري کېږي.
نوموړي د بر دېر ولسوالۍ له سیمهییزو چارواکو سره په یوه ناسته کې خبرداری ورکړی چې هر څوک د حکومت پرضد جرګه یا غونډه جوړه کړي، دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې به جریمه شي.
د ملاکنډ کمېشنر تر خپل واک لاندې اداري مسوولینو ته هم خبرداری ورکړی چې د دې امر په پلي کولو کې د هر ډول بېغورۍ پرمهال به ورسره جدي قانوني چلند وشي. هغه ټینګار کړی، چې دغه لارښوونه د ملاکنډ د ټولو ولسوالیو لپاره ده او هېڅوک ترې سرغړونه نه شي کولی.
اقبال حسین ادعا کړې چې محکمې او ان د ایالت عالي محکمه هم د دوی په چارو کې د مداخلې واک نه لري او ټولې سیمهییزې ادارې د دوی تر واک لاندې فعالیت کوي.

