د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر هغه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي چې په دغه هېواد کې یې د قانوني اقامت اسناد نه دي ترلاسه کړي.
د ياد وزارت وياند مولوي عبدالقهار بلخي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له امریکا غوښتي چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه له مسوولانه او سنجول شوي چلند څخه کار واخلي او په دې تړاو هر ډول پرېکړې د روښانه دوهاړخیز تفاهم، همغږۍ او د کډوالو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.
خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د افغان اتباعو د حقونو ساتنه د اسلامي امارت مسوولیت دی او له هغوی سره باید د نړۍ په هره برخه کې د انساني کرامت، نافذه قوانینو او نړیوالو منل شویو اصولو له مخې چلند وشي.
په خبرپاڼه کې همداراز له درېیمو هېوادونو غوښتل شوي چې د لنډمهاله امتیازاتو او نورو ملاحظاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه کړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې اسلامي امارت د خپلو اتباعو د باعزته، خوندي او داوطلبانه راستنېدو لپاره هر ډول رغنده تعامل او همکارۍ ته چمتو دی.

