ډېر لوستل شوي

فلوریډا کې د نهو کسانو لېږدوونکې شخصي الوتکه لوېدلې او اور یې اخیستی

د امریکا د فلوریډا ایالت په سوېل کې یوه شخصي الوتکه چې نهه کسان پکې سپاره وو، د استوګنې په یوه سیمه کې لوېدلې او اور یې اخیستی دی.

فاکس نیوز راپور ورکړی چې دغه پېښه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مار-ا-لاګو استوګنځي څخه شاوخوا نهه مایله لرې د کرېسټ‌هېون استوګنې سیمې ته څېرمه شوې ده.

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي چې پېښه د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د ځايي وخت شاوخوا ۱۲:۵۰ بجې رامنځته شوې او الوتکه د ټېکساس ایالت له اسټن-برګسټرم نړیوال هوايي ډګر څخه د باهاماس د شمالي الوتېرا هوايي ډګر پر لور روانه وه.

په ورته مهال، د پام بیچ کاونټي د اور وژنې او ژغورنې ادارې له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته له ورتګ ډډه وکړي.

د امریکا د ټرانسپورټ د خوندیتوب ادارې ویلي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. په خپرو شویو معلوماتو کې د الوتکې د سپرلیو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

اړوند خبرونه