ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ۱۳۲ کورنۍ چې ټولټال ۶۰۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، په همدې موده کې ۷۷ کورنۍ چې ۴۲۹ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ۹۳ کورنیو لپاره ټولټال ۷۳۸ زره افغانۍ مالي مرسته ځانګړې شوې ده.

راستنېدونکو ته د خوراکي توکو ترڅنګ ۱۲۷ سیمکارټونه وېشل شوي او سلګونه ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

همداراز، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه