د دفاع وزارت اړوند د پنجشیر فوقالعاده لواء له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتنیو پوځي، عقیدوي او مسلکي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.
ياد وزارت وايي، د فراغت په مراسمو کې د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندان مولوي نصیبالله مدني، د پنجشیر والي مولوي محمداغا حکیم، د یادې لواء قوماندان ملا ندامحمد مخلص او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی وو.
سرچینه زیاتوي چې فارغو منسوبینو په دغو مراسمو کې د ترلاسه کړو پوځي زدهکړو عملي نمایشات هم ترسره کړي او مراسم د مسوولینو له لوري د بریلیکونو په وېشلو پای ته ورسېدلي دي.

