د ترکمنستان سوداګریز او اقتصادي پلاوی د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو تړونونو د لاسلیک په موخه هرات ته تللی دی.
دغه لوړ پوړی پلاوی د ترکمنستان د سوداګرو او صنعتکارانو د اتحادیې د رئیس نوکر قلي اناقلي اف په مشرۍ نن(شنبه، غوایي ۱۵مه) هرات ته رارسېدلی.
د هرات د صنايعو او کانونو د خونې رييس ویلي، چې دغه پلاوی په پام کې لري د هرات د مرمر ډبرو پر صادراتو هوکړه وکړي.
د سوداګریز بیلانس تامینول، بېلا بېلو برخو کې د تړونونو لاسلیکول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده او نور د یاد پلاوي د سفر عمده موخې بلل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان استازو د هېواد لوېدیځ کې د یوه لوژستیک مرکز په جوړولو هوکړه کړې وه.