د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۱۸ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په بلخ، سمنګان، سرپل، غور، بامیان، بادغیس، فاریاب، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، پکتیکا، دایکنډي، میدانوردګ، پروان او بغلان ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې اټکل کېږي.
هواپېژندنې ادارې همداراز په لوېدیځو، سوېلي، سوېلختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

