د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې هېواد یې په سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی، خو د فشارونو پر وړاندې به مقاومت وکړي او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې به د خپلو حقونو دفاع ته دوام ورکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پزشکیان دغه څرګندونې په تهران کې د پرتګال له نوي سفیر، والتیر ماتیاش سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
نوموړي په دې لیدنه کې د ایران او پرتګال ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
بلخوا، د پرتګال نوي سفیر ویلي چې هېواد یې د خبرو اترو له لارې د شخړو حل ته لومړیتوب ورکوي او له ایران سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به هڅې وکړي.

